د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته خبرداری ورکړی چې که له ایران سره شخړه بیا پیل شي، اسرائیل به د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي او یوازې به پاتې شي.
الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ له نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې غوښتنه کړې چې پر ایران له نورو بریدونو ډډه وکړي.
نوموړي په یوه مرکه کې ویلي: «ما نتانیاهو ته وویل چې احتیاط وکړي، که نه ښايي ډېر ژر یوازې پاتې شي.»
راپورونه ښيي چې وروستۍ ترینګلتیا د بیروت له هوايي برید وروسته زیاته شوه.
ایران د اسرائیل شمال ته توغندي وتوغول او اسرائیل بیا د ایران دننه ځینې پوځي او صنعتي هدفونه په نښه کړل.
په ځواب کې ایران هم د حیفا ښار ځینې تأسیسات او د اسرائیل دوه پوځي اډې تر برید لاندې راوستې.
سره له دې متقابلو بریدونو، تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
نتانیاهو ویلي اسرائیل د ځان د دفاع حق لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي امریکا د کړکېچ د زیاتېدو مسؤوله بللې ده.

