د پروان ولایت په شیخعلي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، پېښه د شیخعلي ولسوالۍ د بیدقول په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافروړونکی فلانکوچ موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
په دې پېښه کې د مسافروړونکي موټر پنځو سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او درې نور ټپیان شوي چې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
چارواکي وایي، د باروړونکي موټر چلوونکی تر توقیف لاندې دی او د پېښې د څرنګوالي او اصلي لامل د معلومولو لپاره د ترافیکي ادارې له لوري څېړنې روانې دي.
شیخعلي ولسوالي د پروان او بامیان ولایتونو ترمنځ پر مهمې غرنۍ لارې موقعیت لري، هغه لار چې د سخت جغرافیایي وضعیت له امله پکې وخت ناوخت ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

