د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني رژیم د دغه ولایت پر څلورو ولسوالیو د درنو وسلو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د کونړ د اطلاعاتو امریت د معلوماتو له مخې، دا بریدونه په مرورې، سرکاڼو، شیلتن او ناړۍ ولسوالیو کې ترسره شوي، چې له امله یې په سرکاڼو او ناړۍ ولسوالیو کې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې پاکستاني ځواکونو په ټولیز ډول پر یادو سیمو ۸۰ د درنو وسلو مرمۍ ویشتلي او دوه ځله یې د بېپیلوټه الوتکو بریدونه هم کړي دي.
بلخوا، د کونړ د اطلاعاتو امریت ویلي چې افغان سرحدي ځواکونو د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د نواپاس په سیمه کې د دښمن پر پوستو د ټانک ډزې کړي، چې له امله یې د هغوی درې پوستې ویجاړې شوې او یو نظامي وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د سرحدي سیمو امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او د ورته پېښو د تکرار اندېښنې زیاتې شوې دي.

