د ننګرهار وادې کرنيز امارتي شرکت مسؤلين وايي، د هډې فارم درېيم بلاک کې د زيتونو باغونه د منظمې پالنې او تخنيکي مديريت له امله په ښه حاصلاتي حالت کې دي.
د معلوماتو له مخې، په ياد بلاک کې شاوخوا ۸۰۰ جريبه ځمکه د زيتونو باغونو ته ځانګړې شوې چې ونې يې فعاله حاصلاتي پړاو کې دي او تمه کېږي چې سږ کال به ترې د پام وړ حاصل ترلاسه شي.
د شرکت مسئولين وايي، د باغدارۍ د معياري مديريت او دوامدارې پاملرنې له امله د دغو باغونو د توليد کچه ثابته او د ښه والي په لور روانه ده.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت په بېلابېلو فارمونو کې د کرنې او باغدارۍ د پراختيا هڅې روانې ساتلي، څو د کرنيزو توليداتو د زياتوالي له لارې د هېواد اقتصادي پياوړتيا ته زمينه برابره شي

