د نورستان کامدېش ولسوالۍ لاره له یوې میاشتې راهیسې تړلې، خلک له سختو ستونزو سره مخ دي
د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ عمومي لاره له تېرې یوې میاشتې راهیسې تړل شوې ده، چې له امله یې سیمهییز خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
راپورونه ښيي چې دا لاره وروسته له هغې وتړل شوه، کله چې د اسلامي امارت او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته رامنځته شوه. د سرچینو په وینا، د پاکستاني پوځ له لوري د توغندیو ویشتل هم د دې لارې د تړل کېدو یو مهم لامل بلل کېږي.

د نورستان والي، قاري زینالعابدین عابد، ویلي چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو ترمنځ د بدیلې لارې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې دغه لاره د جګړې له پیل راهیسې تر فشار لاندې وه او د خلکو پر تګ راتګ به پرې ډزې کېدې.
نوموړي همداراز وویل چې اوس د بدیلې لارې په توګه د پپړوک کوتل لاره له واورو پاکېږي، څو خلک وکولای شي ترې ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې د کامدېش ولسوالۍ یو شمېر کورنۍ د سختو غرنیو لارو له لارې د کونړ ولایت غازيآباد، ناړۍ او شیګل ولسوالیو ته کډه شوې دي، خو ډېری خلک لا هم په کامدېش کې پاتې دي او د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ دي.
Sharq News Global
راپور: پروېز، څرګند،
