د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي د وروستیو اورښتونو او طبیعي افاتو له امله ۶۱ تنه شهیدان شوی او ۴ تنه ورک دي.
ذبیح الله مجاهد شنبه په خپل ټولنیزه پاڼه ایکس کې لیکلي چې په دې اورښتونو او طبیعي افاتونو کې ۱۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
ده ویلي چې ددې پیښو له امله ۲۴۴۸ کورنه بشپړ او قسمي توکه تخریب شوي دي.
مجاهد ویلي چې په اورښتونو ا وسیلابونو کې ۲۶۸۴۱ جریبه د کښت ځمکه هم تخریب شوی او ۱۰۴۵ حیوانات هم له منځه تللي.
د یادونې وړ ده چې دغه طبیعي افاتونه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې رامنځته شوی چې ډیری یې فراه، هرات ، کندهار، لوګر، بادغیس، بغلان، ننګرهار ،غور، دایکندی او یو شمیر نورو ولایتونو کې دي

