د افغانستان د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلالآباد لویې لارې د تنګي غارو سیمې ته سفر کړی او هلته یې د وروستۍ غر ښویېدنې وضعیت له نږدې ارزولی دی.
دغه سفر نن شنبه ترسره شو، چې پر مهال یې د وزارت انجنیري او تخنیکي ټیم هم ورسره مل و.
د معلوماتو له مخې، د کابل – جلالآباد لویه لاره د پرلهپسې بارانونو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله د تنګي غارو په سیمه کې لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
په یاده سیمه کې د غر ښویېدنې لړۍ دوام لري او لا هم د احتمالي خطرونو شتون شته.
راپورونه ښيي، چې له سروبي څخه تر لغمان دروازې پورې د سړک پر سطحه لویې او کوچنۍ ډبرې راښویېدلې دي.
د ټولګټو وزیر اړوندو تخنیکي او عملیاتي ټیمونو ته لارښوونه کړې، چې په ساحه کې دې کافي ماشینري ځای پر ځای کړي او د اوبو د کچې له کمېدو سره سم دې د لارې د پاکولو، د فرعي مسیر د ترمیم او د زیانمنو استحکامي پلونو د رغولو چارې ژر پیل کړي
وزارت له هېوادوالو غوښتي، تر هغې چې رسمي خبرتیا نه وي خپره شوې، پر دې لویه لاره تګ راتګ ونه کړي او د اړتیا په صورت کې دې د سروبي – تګاب بدیل مسیر وکاروي.
په ورته وخت کې، د ټولګټو وزیر ټولو ولایتي ریاستونو ته هم سپارښتنه کړې، چې د بارانونو او سېلابونو پر مهال دې د لارو د پاکولو او د خلکو لپاره د خوندي تګ راتګ د برابرولو په موخه بشپړ چمتووالی ولري

