ننګرهار کې وروستيو طبيعي پېښو له امله د تېرو څلرويشت ساعتونو پر مهال ۹ تنه شهيدان او ۲۹ ټپيان شوي دي، د دې ترڅنګ په سيلابونو کې بند پاتې ۹۰ تنه ژغورل شوي دي.
دغه راز ۳۸۷ کورونه تخريب شوي دي او ګڼ شمېر کرنيزې ځمکې او ټولګټې پروژې زيانمنې شوي دي.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند په يادو ځاني او مالي زيانونو خواشيني ښودلې او د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو ته يې زيانمنو شويو کورنیو سره د بېړنيو او اړينو مرستو تر سره کولو سپارښتنه کړې.
د ننګرهار والي دغه راز د اورښتونو پر مهال اړونده ادارو سره تدابير او چمتووالی تعقيب کړی او ډېر ژر به زیانمنو شويو کورنيو سره اړينې مرستې ترسره شي.
د يادونې ده چې دغه معلومات وروستي نه دي او په ارقامو کې بدلون رامنځته کیدلی شي.

