د ټولګټو چارو وزارت وایي د بادغیس ولایت اړوند د قیصار لامان د حلقوي سړک رغنیزې چارې په بېلابېلو برخو کې جریان لري
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي ددغه سړک د درېیم لاټ پروژه، چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري، د ۴ میلیارده، ۶۵۲ میلیونه او ۵۳۶ زره افغانیو په ارزښت خصوصي سکتور سره قرارداد شوې .
حق شناس وایي د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ څخه پیلېږي او د همدې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ پر لوري غځېږي.
دده په خبره د دې پروژې په اوږدو کې د یو شمېر مصنوعي ساختمانونو د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې په اساسي ډول به ورغول شي.
د وزارت ویاند وایي د دغه پروژې د پلي کېدو پر مهال یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
نوموړی وایي چې د دغه سړک د یوې بلې ۲۵ کیلومتره برخې د رغونې چارې هم تېر کال د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت له طرفه پیل شوې وې، چې دا مهال عملاً جریان لري.
ده وویل د هېواد حلقوي سړک له مهمو زېربنايي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د پاتې برخو په بشپړېدو سره یې د فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونه یو بل سره نښلول کېږي او د شمالي ولایتونو او لوېدیځې حوزې ترمنځ د خلکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په اسانتیا کې مهم رول لري.
راپور : نصیر احمد مشواڼی

