د ننګرهار نفت او ګازو شرکت د څارنې له لړۍ وروسته په جلالاباد ښار کې هغه یو شمېر د تېلو پمپونه مهرلاک کړي چې د پيمانې په برخه کې يې سرغړونې کولې.
د یاد شرکت د مسؤلینو په وینا، په دغو پمپونو کې له پېرودونکو څخه د بشپړې اندازې د تېلو او ګازو پیسې اخیستل کېدې، خو په بدل کې ورته له ټاکلې اندازې کمه اندازه تېل او ګاز ورکول کېدل.
د نفت او ګازو شرکت تخنیکي ټیم د سرغړونکو پمپونو پر وړاندې اقدام کړی او د نورو پمپونو مالکانو ته یې خبرداری ورکړی چې د پيمانې، وزن او نرخونو اصول په بشپړه توګه مراعات کړي.
مسؤلینو ټینګار کړی، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې د خلکو د حقونو د ضایع کېدو سبب کېږي.
همداراز هغه پمپونه چې ټاکل شوي معیارونه يې پوره کړي وو، وستایل شول.
مسعود عربزی

