د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو رسنیزو راپورونو رد کړی چې پکې د پنټاګون د توغندیو او مهماتو د کمېدو خبره شوې وه.
ټرمپ ویلي، د امریکا پوځ لا هم «سترې اندازې» مهمات لري او د وسلو تولید په چټکۍ سره روان دی.
هغه زیاته کړې چې دفاعي شرکتونه د وسلو د تولید لپاره د هېواد په تاریخ کې د ډېرو فابریکو د جوړولو پر لور روان دي.
نوموړي د هغو کسانو پر ضد هم غبرګون ښودلی چې رسنیو ته یې د پوځي زېرمو معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې دا کسان به وپېژندل شي او قانوني چلند به ورسره وشي
سرچینه : شرق نیوز

