د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په شپه په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیال» کې ویلي چې ایران موافقه کړې ده هېڅکله به اټومي وسلې ونه لري
نوموړي همدارنګه هغه راپورونه رد کړي چې ادعا یې کړې وه امریکا به ایران ته ۳۰۰ میلیون ډالر ورکړي
د هغه تفاهملیک بشپړ جزئیات چې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړل شوی او ویل کېږي ټرمپ پخپله لاسلیک کړی تر اوسه نه دي خپاره شوي
د دې تړون د منځپانګې په اړه د امریکا او ایران روایتونه په ځینو برخو کې توپیر لري
خو دواړو لورو د دې تفاهملیک د الکترونیکي لاسلیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د دواړو هېوادونو استازي په سویس کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې دا سند لاسلیک کړي

