د امریکا د کلیفورنیا ایالت په اډوارډز هوايي اډه کې یوه بي ۵۲ سټراټوفورټرېس بمغورځونکې الوتکه د دوشنبې په ورځ له الوتنې لږ وروسته راغورځېدلې ده
چارواکو ویلي داسې اټکل کېږي چې په الوتکه کې سپاره د عملې ټول اته غړي وژل شوي دي
د اډوارډز هوايي اډې په اعلامیه کې راغلي چې دغه اته انجن لرونکې الوتکه، چې د اټومي او دودیزو بمونو د لېږد وړتیا لري د یوې عادي ازمایښتي الوتنې پر مهال له پېښې سره مخ شوې ده
د رویټرز د راپور له مخې د پېښې له ځایه اخیستل شوې هوايي ویډیو ښيي چې د دښتې یوه پراخه سیمه سوځېدلې او لوګي ترې پورته کېږي
راپور زیاتوي چې د الوتکې لویې پاتې شونې په څرګند ډول نه تر سترګو کېږي
چارواکو د پېښې د علت په اړه څېړنې پیل کړې دي

