د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي چې د جمعې په ورځ له پاکستان او ایران څخه سلګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. نوموړي پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې په ټولیز ډول ۸۸۸ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴۶۷۳ تنو ته رسېږي، افغانستان ته راستنې شوې دي.
د هغه په وینا، د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۶۸۴ کورنۍ چې ۳۷۷۷ تنه غړي لري هېواد ته داخلې شوې، چې له دې ډلې ۴۷۱ کورنۍ له تورخم څخه ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد لپاره یې ۲۲۳۴۱۱۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. همداراز، په تورخم کې له ۶۷۷ کورنیو سره ټولټال ۵۶۰۸۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
فطرت زیاته کړې چې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۶۲ کورنۍ چې ۳۲۵ تنه غړي لري هېواد ته راستنې شوې دي. د ترانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري ۵۵ کورنۍ چې ۲۹۷ تنه غړي لري بېلابېلو ولایتونو ته انتقال شوې او د هغوی لپاره ۴۵۶۷۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې، سربېره پر دې له ۹۳ کورنیو سره ۷۶۶۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموړي همداراز ویلي چې د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۱۳ کورنۍ چې ۴۴۶ تنه غړي لري راستنې شوې دي، او د همدې لارې ۱۶۶۸ تنه نور مسافر هم هېواد ته داخل شوي دي. په نیمروز کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له خوا له پنځو کورنیو سره ۳۶۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.
د هغه په وینا، د هرات ولایت د اسلامکلا له لارې ۲۸ کورنۍ چې ۱۱۶ تنه غړي لري هېواد ته راستانه شوې او له دغو کورنیو سره ۲۳۰۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده. همدارنګه د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې یوه کورنۍ چې ۹ غړي یې لرل هم راستنه شوې او ۱۰ زره افغانۍ مرسته ورسره شوې ده.
فطرت زیاتوي چې د ترانسپورټ او لېږد کمېټې له خوا له کابل څخه ۲۶۱ کورنۍ چې ۱۴۷۵ تنه غړي لري نورو ولایتونو ته لېږدول شوې دي او ۷۷۰۸۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدو، هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او زدهکړو په اړه لازم معلومات او پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

