سږ کال د وچکالۍ شدت د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوی او د کونړ ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د مرکز اسداباد اړوند په شاوخوا سیمو کې خلک وایي چې د اوبو سرچینې لکه څاګانې او چینې وچې شوې دي، چې له امله یې د څښاک اوبو ته لاسرسی خورا ستونزمن شوی دی.
د اسداباد اړوند قارغان سیمه، چې یوه غرنیزه سیمه ده او له درې زرو څخه زیاتې کورنۍ پکې ژوند کوي، د اوبو له سخت کمښت سره مخ ده. د سیمې اوسېدونکي وایي چې پخوا ورته د حکومت له لوري څاګانې کیندل شوې وې، خو اوس هغه هم وچې شوې دي. د دوی په وینا، ښځې او ماشومان اړ دي چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره نږدې پنځه کیلومتره مزل په پښو ووهي، چې دا چاره نه یوازې سخته ده، بلکې د هغوی پر رواني او جسمي روغتیا هم منفي اغېز کړی دی.
خلک زیاتوي چې د پاکو اوبو نشتوالی د ورځني ژوند چارې لا پسې ستونزمنې کړې دي او له اړوندو ادارو غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره بېړني اقدامات وکړي.
بل لور ته، د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې تېر کال یې د یو شمېر موسسو په همکارۍ د اوبو رسولو سلګونه پروژې په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې پلې کړې دي، چې له امله یې زرګونه خلکو ته د اوبو اسانتیاوې برابرې شوې دي. دوی همداراز ډاډ ورکوي چې د راتلونکي کال لپاره یې له یو شمېر موسسو سره خبرې روانې دي، څو پاتې سیمو ته هم د اوبو رسولو پروژې وغځوي.
سره له دې هڅو، لا هم د کونړ په ډېرو لرو پرتو سیمو کې خلک د پاکو او صحي اوبو له کمښت سره مخ دي او د دوامداره حل غوښتنه کوي.

