د نورستان د والي په هڅو د کلهګوش او منډول د برېښنا بندونو د جوړېدو په موخه تخنيکي سروې ترسره شوه.
مسوولین وايي کله ګوش او منډول کې د برېښنا بندونو جوړول به د دغه ولایت ترڅنګ د هېواد د ختیځو او شمالي ولایتونو لپاره هم د برېښنا د برابرولو زمینه برابره کړي
سرچینه وایي یاده سروې د مسوولینو په شتون کې بشپړې شوې.
په همدې حال کې د سروې انجنير د بندونو د اساسي چارو د ژر پيلېدو يادونه کوي او وايي، اړوندې سيمې د دغو بندونو د جوړېدو لپاره ډېرې مناسبې دي.
بل لور ته د سيمې ځايي اوسېدونکي د اوبو او انرژۍ وزارت او ولايتي ادارې له هڅو مننه کوي او خپله خوښي څرګندوي.
دوی وايي، د دغو بندونو په جوړېدو سره به د هېوادوالو ګڼې ستونزې هوارې شي او ورسره به يو شمېر فابريکې هم خپل فعاليت پيل کړي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو بندونو په جوړېدو سره به هېواد د برېښنا په برخه کې پر وارداتي برېښنا خپله تکيه راکمه کړي او د کورنيو سرچينو څخه به زياته ګټه واخلي.
راپور : مسعود عربزی

