د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ په ډېر ځواکمن ډول پای ته ورسوله.
افغان لوبډلې په پنځمه او وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او د سیریز وروستۍ پایله یې ۴ پر صفر کړه.
افغان لوبغاړو د ایرلنډ د ۲۹۸ منډو هدف په بریالیتوب سره پوره کړ.
په دې لوبه کې د افغانستان کپتان رحمت شاه د بیټینګ په برخه کې فوقالعاده لوبه وکړه.
نوموړي ۱۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او د افغان لوبډلې د بریا بنسټ یې کېښود.
له هغه سره صدیقالله اتل هم تر ډېره حده ښه وځلېد او ۹۸ منډې یې جوړې کړې.
د دواړو ترمنځ د درېیمې وېکټې ملګرتیا د افغانستان د بریا تر ټولو مهمه برخه وه.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې په دې لوبه کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په تاریخ کې خپل تر ټولو لوی هدف هم تعقیب کړ.
سرچینه : شرق نیوز

