په اوکراین کې جګړه یو ځل بیا د دغه هېواد پر پلازمېنه کییف د روسیې له پراخو هوايي بریدونو سره شدیده شوې ده.
د اوکرایني چارواکو په وینا، روسي ځواکونو د یکشنبې په لومړیو ساعتونو کې پر کییف توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.
د کییف ښاروال ویلي، د بریدونو له امله د ښار په لږ تر لږه دوو سیمو کې اورلګېدنې رامنځته شوې، څو موټر سوځېدلي او لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.
په کییف سیمه کې هم د ډرونونو د بریدونو له امله درې نور کسان ټپیان شوي چې یو ماشوم هم پکې شامل دی.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې اوکراین په وروستیو ورځو کې د روسیې د خاورې دننه پر پوځي او ستراتیژیکو تاسیساتو د اوږده واټن وسلو بریدونه زیات کړي دي.
اوکراین وايي، د روسیې دننه یې پر یوه پوځي هوايي ډګر او د راکټونو پر یوه مرکز بریدونه کړي دي؛ مسکو تر اوسه د اوکراین د ادعاوو ټول جزئیات نه دي تایید کړي.
سرچینه : شرق نیوز

