د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي د تورخم، سپین بولدک، د نیمروز د ورېښمو لارې او اسلامکلا له لارې ټولټال ۶۲ کورنۍ، چې ۲۹۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، د راستنو شویو کډوالو له ډلې ۳۰ کورنۍ، چې ۱۶۳ کسان کېږي، د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي د یادو کورنیو د لېږد لپاره ۱۳۲ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
همداراز، له ۵۲ کورنیو سره ټولټال ۴۳۰ زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
راستنو شویو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ خواړه او مخابراتي اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
د راپور له مخې، راستنو شویو کډوالو ته په بېلابېلو مرکزونو کې خواړه او نورې اسانتیاوې برابرې شوې، ۴۹ سیمکارتونه وېشل شوي او ۹۵۰ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، ترانسپورټ، مالي مرستو، لنډمهاله استوګنې او نورو اړوندو خدمتونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.
سرچینه : شرق نیوز

