د کونړ د چاپېریال ساتنې ریاست وایي، هغه کسان چې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي کمېسیون له سپارښتنو سرغړونه کوي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.
د کونړ د چاپېریال ساتنې ریاست تازه په اسعداباد ښار کې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي کمپاین ترسره کړی دی.
یاد ریاست له ښاریانو سره د همکارۍ غوښتنې ترڅنګ خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.
بل لور ته ښاریان چې په ښار کې د لوړو غږونو او لاوډسپیکرونو له شور څخه په تنګ راغلي دغه اقدام ګټور بولي او د دوامداره تعقیب غوښتنه یې کوي.
دوی وایي د لوړ غږ له امله ان د اذانونو اورېدل هم ورته ستونزمن شوي دي.
روغتیاپالان بیا غږیزه ککړتیا د بېلابېلو روغتیایي ستونزو لامل بولي.
د دوی په وینا د لوړ غږ دوامداره اغېز د انسان پر عصبي سیستم او رواني روغتیا منفي اغېزې لرلی شي او د ګڼو روغتیایي ستونزو لامل کېدای شي.
د یوې نړیوالې څېړنې له مخې غږیزه ککړتیا د انسانانو پر روغتیا د پام وړ منفي اغېزې لري او هر کال ګڼ کسان له دې امله له بېلابېلو روغتیایي ستونزو سره مخ کېږي
راپور : پرویز مومند

