د قطر د بهرنیو چارو وزارت د لبنان په سویلي سیمو کې د اسرائیلو وروستي پوځي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د لبنان د ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو پر ضد اقدام بللی دی
د رسنیو د راپورونو له مخې د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي چې د لبنان د پوځ درې غړي هم پکې شامل دي
ویل کېږي چې په وژل شویو پوځیانو کې یو برید جنرال یو افسر او یو سرتېری شامل وو چې د نبطیه ولایت د خردلي سیمې پر لاره د تګ پر مهال پرې برید شوی دی
یادې پېښې د لبنان د چارواکو حزبالله او ایران له لوري پراخ غبرګونونه راپارولي دي
په همدې حال کې قطر دغه بریدونه د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ بللی او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې د لبنان له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه او د نړیوالو اصولو نقض ګڼل کېږي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسرائیلو د پرلهپسې بریدونو د بندېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي د نړیوالو قوانینو او تړونونو د درناوي ډاډ ترلاسه کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ شمېرې پرېکړهلیک د بشپړ تطبیق لپاره هڅې زیاتې کړي
دوحې یو ځل بیا د لبنان د خپلواکۍ ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه پر خپل ثابت دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د لبنان د امنیت، ثبات او سوکالۍ د پیاوړتیا لپاره له ټولو رغنده هڅو ملاتړ کوي

