د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي رژیم د هوايي برید له امله لږ تر لږه څلور فلسطینیان شهیدان شوي او څو نور ټپیان دي
د راپور پر بنسټ دغه برید د غزې ښار د النصر سیمې په البراق ښوونځي ته نږدې پر یوه ملکي موټر ترسره شوی دی
سرچینې وایي د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی
بلخوا د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې ۳۰ ناروغان له خپلو ۵۱ ملګرو سره د درملنې په موخه له غزې څخه ایستل شوي دي
د الجزیرې د راپور له مخې یاد ناروغان د رفح له پولې مصر ته لېږدول شوي څو خپله درملنه له غزې بهر بشپړه کړي
د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړې چې لا هم ګڼ شمېر ناروغان او ټپیان د وتلو اجازې ته په تمه دي او د طبي لېږد بهیر د چټکتیا غوښتنه کوي

