اروپايي ټولنې د خپلې ډیپلوماتیکې شبکې په چوکاټ کې د نوو سفیرانو او استازولیو د مرستیالانو د ټاکنې اعلان کړی چې له مخې یې ایټالوی ډیپلومات نیکولا بلومو افغانستان ته د دې ټولنې د سفیر په توګه نومول شوی دی.
د اروپايي ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ عالي استازې او د اروپايي کمېسیون مرستیالې کایا کالاس د ۳۳ سفیرانو او اوو مرستیالانو د نوې ګومارنې پرېکړه کړې ده
د معلوماتو له مخې نیکولا بلومو دا مهال د اروپايي ټولنې د افریقايي چارو د څانګې مشري کوي
نوموړي تر دې وړاندې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې او د ډیپلوماسۍ په برخه کې پراخه تجربه لري.
اروپايي ټولنې څرګنده کړې چې د بلومو ټاکنه به د اسلامي امارت له تایید او د اړوندو اداري او حقوقي پړاوونو له بشپړېدو وروسته په رسمي ډول نافذه شي.
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې د برازیل کانګو جمهوریت البانیا هند اندونیزیا جاپان کینیا لیبیا او یو شمېر نورو هېوادونو لپاره هم د نویو سفیرانو د ټاکلو خبر ورکړی دی.

