د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش ته ویلي د سولې خبرو اترو پر وړاندې د امریکا له حده زیاتې غوښتنې هغه څه دي چې دغه لړۍ یې له خنډ سره مخ کړې
د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې عباس عراقچي د ملګرو ملتونو سرمنشي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، امریکا په تیرو وختونو کې د ماتو شویو ژمنو، متضادو پالیسیو او پوځي عملیاتو له لارې ډيپلوماسۍ ته زیان رسولی خو سره له دې تهران په جدي توګه د منځګړو په هڅو باور لري او خبرو اترو کې ګډون کوي
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي د ملګرو ملتونو سرمنشي د هر هېواد خپلواکۍ پر ضد د ځواک کارول غندي او په سیمه کې د ثبات لپاره پر سوله ییزو هڅو ټینګار کوي

