په هلمند ولایت کې د شاوخوا ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت دوه نوي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول او رسماً د خلکو خدمت ته وسپارل شول.
د مسؤلینو په وینا، دغه مرکزونه د د کډوالو عالي کمېشنري په مالي ملاتړ د لښکرګاه او نهرسراج ولسوالیو کې جوړ شوي دي، چې موخه یې د روغتیايي اسانتیاوو پراخول او خلکو ته پر وخت خدمات رسول دي.
د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیبالله فاتح ویلي، د دغو مرکزونو په فعالېدو سره به زرګونه کورنۍ روغتیايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی پیدا کړي .
نوموړي ټینګار کړی چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي څو په لرې پرتو سیمو کې هم معیاري روغتیايي خدمات ورسوي او د روغتیايي مرکزونو شمېر زیات کړي.
همدارنګه، ځایي اوسېدونکو د دغو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پخوا به د درملنې لپاره لیرې سیمو ته تګ ته اړ وو.
اوس تمه کېږي چې د دغو مرکزونو په فعالېدو سره به د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وشي او بیړني ناروغان به پر وخت درملنه ترلاسه کړي.

