د شاپور ځدراڼ د جنازې مراسم د کابل په عيدګاه جومات کې ترسره او وروسته د نادرخان په تپه کې خاورو ته وسپارل شو، چې يو شمېر حکومتي چارواکو، د کرکټ لوبډلې لوبغاړو سربېره پکې عامو هېوادوالو پراخ ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق اللّٰه عزيزي په يادو مراسمو کې وويل چې د شاپور ځدراڼ مړينه د افغانستان لپاره ستره ضايعه ده او هغه یې د ورزش په ډګر کې یو ځلانده ستوری وباله.
هغه زیاته کړه، موږ د هغه په مړينه خواشیني یو چې په خبره یې یاد وزارت به د نوموړي د ژوند، لوبو او ورزشي لاسته راوړنو په اړه اړین معلومات راټول او هغه به یې د مستند په ډول جوړ شي.
ورته مهال د ځدراڼو قوم مشرانو او د هغه کورنۍ وویل، شاپور ځدراڼ د ټولو افغانانو ویاړ دی او په یوه ځانګړي قوم پورې تړلی نه دی.
د کورنیو غړو د اسلامي امارت او کرکټ بورډ له مسوولینو یې وغوښتل چې جوړېدونکی نوی ورزشي سټډیوم د شاپور ځدراڼ په نوم ونوموي.
د ۳۸ کلن شاپور ځدراڼ کورنۍ او خپلوانو د وینا په مهال د اسلامي امارت د مسوولینو له نه ستړې کېدونکو هلو ځلو مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې شاپور ځدراڼ شاوخوا یوه لسیزه د افغانستان لپاره د کرکټ ملي لوبغاړي په توګه ولوبېد او په دغه ډګر کې یې ګڼې لاسته راوړنې لرلې.
سرچینه : باختر خبري اژانس

