د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ورکړل شویو مالوماتو کې راغلي چې د مرحوم شاه پور ځدراڼ جنارې لمونځ به سبا پنجشنبه لس بجې د کابل عیدګاه جومات کې ادا او جسد به یې نادرخان تپه کې خاورو ته وسپارل شي.
کرکټ بورډ شاپور ځدراڼ کورنۍ سره د خواخوږۍ ښودلو لپاره په خوست کې پیل شوې د کرکټ روانې شپږیزې سیالۍ د دوو ورځو لپاره ځنډولي دي.
د هغه پر مړینه په کور د ننه او بهر سخته خواشینې ښودل شوې او د افغانستان کرکټ په وده کې یې د ځدراڼ هڅې او ستړیاوې ستایلې دي
مسعود عربزی

