د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ وهونکي حشمت الله شاهدي تر اوسه د افغانستان لپاره په درې واړو نړیوالو فارمټونو کې ټولې ۱۱۴ لوبې ترسره کړې دي او په دې لوبو کې یې ټولې ۳۵۲۵ منډې کړې دي.
شاهدي په ټېسټ سیالیو کې ۱۲ لوبې ترسره کړې او ۷۹۶ منډې یې جوړې کړې دي.
د نوموړي تر ټولو لوړه پاڼۍ ۲۴۶ منډې دي.
په پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو کې شاهدي ۱۰۰ لوبې کړې او ۲۶۸۱ منډې یې جوړې کړې چې پدې کې یې تر ټولو لوړې ۱۰۲ منډې دي.
نوموړي په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۶ لوبې ترسره کړې او ۴۸ منډې یې جوړې کړې دي. د شل اوریزو سیالیو تر ټولو لوړه پاڼۍ یې ۳۶ منډې دي.
حشمت الله شاهدي د لوګر ولایت اوسېدونکی دی او د ۱۹۹۴ کال د نومبر په څلورمه زېږېدلی دی.
هغه د افغانستان د کرکټ له هغو لوبغاړو څخه دی چې له ځوانۍ راهیسې یې د هېواد په کورنیو او ملي سیالیو کې د پام وړ ونډه اخیستې ده.
شاهدي په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان لپاره نړیوال کرکټ پیل کړ.
سرچینه : شرق نیوز

