د دایکنډۍ ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د نیلي ـ اشترلي سړک د ترمیم، پراخولو او جغل اچونې چارې پیل شوې دي.
د ټولګټو چارو وزارت وايي، دغه پروژه د یاد وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د تړون له مخې عملي کېږي او ټولیز لګښت یې ۶ میلیونه او ۶۹۹ زره افغانۍ دی.
د چارواکو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې او د نیلي او اشترلي ترمنځ به ترانسپورتي اسانتیاوې زیاتې شي.
د پروژې چارې به د تړون له شرایطو سره سم بشپړېږي.
سرچینه : ټولګټو چارو وزارت

