د کونړ ولایت په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې اوسېدونکي لا هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، چې دا چاره یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.




د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ډېری خلک په غرنیو سیمو کې ژوند کوي او د څښاک لپاره د چینو او خوړونو اوبو ته اړ دي، خو د وچکالۍ له امله دغه سرچینې هم کمې شوې یا بشپړې وچې شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې ښځې او ماشومان اړ دي له لرو ځایونو او حتی سیندونو څخه اوبه راوړي، چې دا کار د دوی لپاره ستونزمن او خطرناک دی.
ځايي خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د اوبو رسولو پخوانۍ پروژې بیا ورغوي، ځکه چې د سیلابونو او بارانونو له امله ډېرې پروژې ویجاړې شوې دي.
په همدې حال کې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې په تېر کال کې یې د یو شمېر موسسو په همکارۍ د اوبو رسولو څو پروژې پلي کړې دي او هڅه کوي چې دا لړۍ نوره هم پراخه کړي.
