د ا.ا. د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲مې څخه د اپرېل تر ۴مې پورې د پاکستاني پوځي رژیم په بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۶۲۶ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې پراخ مالي او بشري زیانونه هم اوښتي دي. د معلوماتو له مخې، ۱۱۴۰ کورونه، ۲۵۶ دوکانونه، ۴۲ موټر، ۶۶۱ څاروي، ۳۴ جوماتونه، ۱۳ ښوونځي، ۱۳ مدرسې او ۳ روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي دي. فطرت زیاته کړې، چې په یاده موده کې څه باندې ۲۷ زره هوايي او توپچي بریدونه ترسره شوي دي

