د کونړ نورګل ولسوالۍ مزار دره کې د ملي دفاع وزارت په مالي لګښت د څلورو میاشتو په موده کې زلزله ځپلو لپاره ۳۶ کورونه په اساسي ډول جوړ او ګټي اخستنې ته وسپارل شول.
مسوولین وايي دغه کورونه د اوسیدو خونې ، پنخلنځي ترڅنګ تشنابونه هم لري ، چې د جوړیدو سره به تر یوه بریده د دغې درې د زلزله ځپلو ستونزې راکمې کاندي.
د زلزلې له امله زیانمن شويو د دغه کورونو د جوړیدو له امله خوښي ښيي ، خو بسندویه يې نه بولي او له حکومت او مرستندویه ادارو په دې سیمه کې د پاتې کورنیو لپاره هم د کورونو ، ویجاړو شو ، ویالو ، پلونو ، پلچکونو ، سربندونو او د دغې درې د سړک په اساسي ډول د جوړیدو غوښتنه کوي.
د خالد بن ولید قل اردو ویاند وايي اسلامي امارت ټول مسوولین دې ته ژمن دي ، چې د ولس ستونزو ته رسیدنه وکړي او ورانې شوې مینې ، ویالي ، پلونه ، پلچکونه ، سربندونو او سړک ورته ورغوي.
څه کم يو کال وړاندې يوې زوروري زلزلې دا سیمه ولړزوله چې له امله د دغې درې اوسیدونکو ته دارنه ځاني او مالي زیانونه ورواوښتل .
راپور: سباوون ساحل

