د امریکا د واشنګټن ایالت د سپوکن ښار په شاوخوا کې پراخو اورلګېدنو له ۷۰۰ډېرې ودانۍ وسوځول اوشاوخوا ۶۴زره کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه اورونه د شنبې په ورځ پیل شوي او لا هم دوام لري.
اورلګېدنې تر اوسه د سپوکن ښار شمال کې له اته زره جریبو ډېره ځمکه نیولې ده.
امریکايي چارواکو ویلي، د هوايي ارزونو له مخې ښايي شاوخوا ۴۰۰ نورې ودانۍ هم زیانمنې شوې وي.
تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو د ژغورنې ډلې د سیمې له ارزونې وروسته د احتمالي تلفاتو د معلومولو هڅې کوي.
چارواکي وايي، د اورلګېدنې لامل لا نه دی څرګند او شاوخوا ۱۱۰۰ اوروژونکي د اور د مهارولو لپاره په عملیاتو بوخت دي.
سرچینه : رویټرز

