د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي وایي، د روغتیايي تولیداتو کورنی ملاتړ د روغتیا د پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ له مهمو برخو څخه دی.
جلالي د یادې ستراتیژۍ د پېژندې په غونډه کې ویلي چې په پلي کېدو سره به یې پر نورو هېوادونو د افغانستان تکیه راکمه او د کار زمینه به برابره شي.
وزير زياته کړې چې د دې ستراتیژۍ په پليکېدو سره به په روغتیايي برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته او ټولو افغانانو ته به په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې معیاري، باکیفیته او د لاسرسي وړ وقایوي، تشخیصي او درملیز روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، یاده ستراتیژي کولی شي د هېواد د روغتیايي سکټور په ښهوالي کې بنسټیز رول ولري.
نوموړي وویل افغانستان له کلونو جګړو وروسته سولې ته له رسېدو سره د روغتیا په برخه کې لا ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.
اداري مرستيال زیاته کړې چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد روغتونونو ته حتی یوه د ایم ای ار ای دستګاه هم نه ده زیاته شوې.
نوموړي د روغتیايي سکټور د پنځه کلنې ستراتیژۍ د بریا لپاره پر غوره مدیریت ټینګار کړی، څو پنځه کاله وروسته افغانستان د روغتیايي خدمتونو له پلوه د سیمې له هېوادونو سره سیال شي.
هغه د یادې ستراتیژۍ د پلي کېدو په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
راپور: مسعود عربزی

