د پنجشېر سیمهییزو مسوولینو ویلي، د روان ۱۴۰۵ مالي کال له پیله تر اوسه ۱۹زره ۸۴۶ قیراط زمرد چې د یاد ولایت له کانونو استخراج شوي و د ازادې داوطلبي له لارې پلورل شوي دي
د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیفالدین لټون د پلورل شویو زمردو ټولیز ارزښت ۴۲۴ زره ۲۲۰ امریکایي ډالر ښودلی
چارواکو ویلي د سیمهییز حکومت په هڅو د کانونو استخراج فعالیتونو په زیاتېدو سره پنجشېر کې د کانونو کېدنې پروسه چټکه شوې او د یادې برخې عواید د پام وړ زیات شوي دي

