له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې ویلي د روان ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې له پیله بیا تر اوسه ۷۵تنه د لامبو پر مهال اوبو کې د ډوبېدو له کبله مړه او درې نور ټپیان شوي دي
د یادې ادارې ویاند ویلي د قربانیانو په منځ کې یې ۲۷نارینه ۷ښځې او ۴۱ماشومان شامل دي.
حافظ محمد یوسف حماد ویلي، د ډوبېدو ډېری پېښې د تفریحي سفرونو او د لامبو وهلو پر مهال رامنځته شوې.
نوموړي له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د سیندونو، بندونو او ژورو اوبو سیمو ته د تګ او لامبو وهلو پر مهال د خوندیتوب لارښوونې او د یادې ادارې سپارښتنې په جدي توګه په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.
د کارپوهانو په باور، د عامه پوهاوي پروګرامونو پراخول او د خوندیتوب لارښوونو عملي کول کولای شي د دغو مرګونو پېښو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هر کال د اوړي له موسم او د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره د سیندونو، بندونو او نورو اوبو لرونکو سیمو ته د خلکو تګ راتګ ډېریږي.
د لامبو وهلو پر مهال د خوندیتوب د اصولو نه مراعتول، د ژورو اوبو نه پېژندل، او د ماشومانو بې سرپرسته پاتې کېدل هغه مهم عوامل دي چې د ډوبېدو پېښې رامنځته کوي

