د ننګرهار په مرکزي ښار جلال اباد کې د اوړي د موسم او د ګرمۍ د زیاتېدو سره سم د کولر پکیو بازار په چټکۍ سره تود شوی دی
خلک وايي چې دلته جوړ شوي کولر پکي د بهرنیو هغو په پرتله نه یوازې ارزانه دي بلکې د ښه کیفیت لرونکي هم دي نو ځکه یې غوښتنه زیاته شوې ده
یو ځوان پانګوال چې په دې برخه کې یې شاوخوا ۳۰ زره امریکايي ډالره پانګونه کړې وایي له مختلفو طبقو خلکو لپاره د هغوی د اړتیا مطابق بېلابېل ډوله کولر پکي جوړوي
په دې کارخونه کې د پاکستان څخه په جبر راستانه شويو کسانو په ګډون شاوخوا ۲۰ کارګر بوخت دي
پانګوال او کارکوونکي وايي چې له همدې لارې یې د ګڼو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړې او د خپلې عاید څخه خوښ دي
دوی له نورو بهر مېشتو افغان پانګوالو هم غواړي چې په هېواد دننه پانګونه وکړي څو بې روزګاره ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر شي
بلخوا خلک هم د کورني تولید شوي کولر پکي ستايي او وايي چې هم اقتصادي دي او هم د کیفیت له پلوه ښه دي
دا په داسې حال کې ده چې په جلال اباد کې د دې کارخونې ترڅنګ نورې کوچنۍ او لویې کارخونې هم د کولر پکیو په تولید بوختې دي

