رویټرز ته یوې سرچینې ویلي، د قطر په دوحه کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې روانې دي.
د دغې سرچینې په خبره دا خبرې د قطر او پاکستان په منځګړیتوب کېږي.
دغه سرچینه وایي، د امریکا ځانګړي استازي سټېف وېټکاف او د ولسمشر زوم د قطر له لومړي وزیر سره لیدلي وو چې دا غیر مستقیم مذاکرات وشي خو د راپورونو له مخې دوی په دغو خبرو کې نه دي.
تیره ورځ قطر ویلي و چې د ډونلډ ټرمپ لوړپوړي استازي په دوحه کې دي، خو د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې کومه غونډه نه ده پلان شوې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري ویلي و، د ټرمپ استازي سټېف وېټکاف او جراډ کوشنر دوحې ته له منځګړو سره د لیدنې او د سیمه ییزو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره راغلي دي.
په ورته وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جېډي ونس د فاکس په نوم له یوې خبرې شبکې سره په خبرو کې ویلي،د ایران په تړاو امریکا په ډېر ښه موقعیت کې ده”
ونس دا خبره هم کړې چې که ایران سم چلند ونکړي او هغه څه چې موږ ترې غواړو هسې ونکړي نو د دوی اټومي پروګرام خو له منځه وړل شوی او پوځي ځواک هم نه لري نو امریکا د دغه هېواد په پرتله په ډېر ځواکمن حالت کې ده
ایران تر دې دمه د امریکا د مرستیال ولسمشر دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی خو ایران ویلي چې د اسراییلو او امریکا جګړه کې ورته زیانونه اوښتي او له امریکا یې د جبران غوښتنه کړې ده.
سرچینه : بي بي سي

