د افغانستان د عامې روغتیا وزیر کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو عمومي روغتونونو د جوړېدو بنسټ ډبرې کېښودې.
ددغه وزارت په وینا دې روغتونونو کې د کندهار شاه ولي کوټ او دامان ولسوالۍ، د زابل شملزي ولسوالۍ او د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ عمومي روغتونونه شامل دي، چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر دغه روغتونونه د ناروغانو د ستونزو کمېدو او د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم وبلل.
وزیر وایي د دې ډول پروژو پلي کېدل به لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کړي او د خلکو اړتیاوو ته به پر وخت ځواب ووایي.
وزیر زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد په ټولو سیمو، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو زمینه برابره او د ورته پروژو له لارې د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.
وزیر همداراز، د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د عينو مېنې ۳۵۰ بستريز روغتون کې د جدي پاملرنې ۱۵ بستريزې جوړې شوې څانګې، په ارزګان ولایت کې ۳۸۰ زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز او دهراود ولسوالۍ کې د نږدې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سیګزي جامع روغتیایي مرکز پرانیستې هم تر سره کړې، چې په فعالېدو سره به یې د سیمې د خلکو لپاره ګڼې روغتیايي اسانتیاوې رامنځته او روغتیايي خدمتونو ته به لاسرسی پراخ شي.
راپور : مسعود عربزی

