چارواکي وایي په نورستان ولایت کې یو ځل بیا سېلابونه راوتي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه ور اړولي دي .
دا سېلایونه د منډول ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې راوتې او د یادې ولسوالۍ د باندول، انيش، ماوم هن، اسکندو، آب پوش، اترارا او رستوو کليو اوسېدونکي یې اغیزمن کړي .
مسوولین وایي يادو سېلابونو ګڼ استوګنيز کورونه، د اوړو ژرندې، د برېښنا تاسيسات او لسګونه نور عامه او شخصي شتمنۍ له منځه وړي.
دوۍ زیاتوي همدارنګه سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې، چمنونه، باغونه، د اوبو لګولو ويالې، د باندول له درې څخه تر باندول کوتل پورې عمومي سړک، فرعي لارې، د اوبو رسولو شبکې، عمومي پلونه او پلچکونه سخت زيانمن کړي او يا هم په بشپړ ډول د سېلابونو تر اوبو لاندې شوي .
مسعود عربزی

