د هند ۳۲ کلن چټک توپ اچوونکی جاسپریت بومرا د نړۍ له مخکښو توپ اچوونکو څخه دی.
بومرا د هند لپاره تر اوسه په ۵۲ ټېسټ، ۹۱ یوه ورځنیو او ۹۵ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ګډون کړی دی.
نوموړي په ټېسټ لوبو کې ۲۳۴، په یوه ورځنیو کې ۱۵۱ او په شل اوریزو کې ۱۲۱ ویکټې اخیستې دي.
بومرا په توپ وهنه کې د پام وړ شمېرې نه لري، ځکه د هغه اصلي دنده توپ اچونه ده؛ خو تر اوسه یې په ټېسټونو کې ۳۴۸، په یوه ورځنیو کې ۱۱۱ او په شل اوریزو کې ۱۲ منډې کړې دي.
بومرا د ۱۹۹۳ کال د ډسمبر په ۶مه د هند د ګجرات ایالت په احمداباد ښار کې زېږېدلی.
د هغه نړیوال کرکټ په ۲۰۱۶ کال کې پیل شو؛ لومړۍ یوه ورځنۍ او شل اوریزه لوبې یې د اسټرالیا پر وړاندې ترسره کړې، او په ۲۰۱۸ کال کې یې د سویلي افریقا پر وړاندې د ټېسټ لوبو پیل وکړ.
د بومرا تر ټولو ستره ځانګړنه د توپ د خوشې کولو ځانګړی ډول، دقیقې وروستۍ توپ اچونې او چټکتیا ده.
د هغه تر ټولو لوړه ثبت شوې چټکتیا شاوخوا ۱۵۳ اعشاریه ۲۶ کیلومتره په ساعت ښودل شوې ده.
بومرا د ټېسټ لوبو په ۵۲ سیالیو کې ۱۶ ځله پنځه یا تر دې ډېرې ویکټې اخیستې دي، او د ټېسټ لوبو تر ټولو غوره توپ اچونه یې ۶ ویکټې د ۲۷ منډو په بدل کې ده.
سرچینه : شرق نیوز

