د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي وايي، د کییف په سیمه کې د روسیې په یوه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۸ ته لوړ شوی او څلور نور کسان لا هم ورک دي.
د راپورونو له مخې، برید پر هغه پوځي تاسیساتو ترسره شوی چې پکې توپچي مرمۍ، ماینونه، بېپیلوټه الوتکې او نور پوځي مهمات ساتل کېدل.
له برید وروسته په سیمه کې پراخ اور لګېدلی او ژغورونکو د اور د کنټرول لپاره څو ساعته کار کړی دی.
زېلینسکي ویلي چې روسیې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې پر اوکراین نږدې ۲۰۰۰ بریدیزې بېپیلوټه الوتکې، له ۱۶۰۰ ډېر هوايي بمونه او ۳۱ توغندي کارولي دي.
نوموړي یو ځل بیا له روسیې د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.
سرچینه : شرق نیوز

