په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اوربند د نامعلومې مودې لپاره د غځولو اعلان کړی، د ایران د مرکزي قرارګاه «خاتمالانبیا» ویاند ویلي چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې ایراني ځواکونه له ډېر وخت راهیسې په «سل سلنه» تیارسۍ کې دي او «ګوته پر ماشه» ولاړ دي، څو د هر ډول برید یا تېري په صورت کې له مخکې ټاکل شوي هدفونه په نښه کړي.

