د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د اذربایجان د اقتصاد وزارت له مرستیال وزیر سره لیدلي دي .
اخوند زاده عبدالسلام جواد رسنیو ته ویلي په دې ناسته کې اروپايي هېوادونو ته د افغاني محصولاتو پر صادراتو، ټرانزیټي اسانتیاوو، د افغانستان د نفتو او ګازو امارتي شرکت او د سوکار شرکت پر مستقیمو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د پانګونې پر فرصتونو او د ګډو همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې وشوې .
افغان پلاوي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د اقتصادمحوره پالیسۍ پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو په چوکاټ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري.
دې پلاوي تمه وښوده چې د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت او د اذربایجان د سوکارشرکت ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا سره، له یاد هېواد څخه د باکیفیته نفتي توکو د وارداتو کچه نوره هم لوړه شي.
افغان پلاوي هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.
په ورته وخت کې، د اذربایجان لوري د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې اذربایجان هېواد له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دی.
د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې د سوکار شرکت مرستیال او یو شمېر نور لوړپوړي مسؤلین هم ګډونوال وو.

