پاکستان د انګلستان پر وړاندې د دویمې ټېسټ لوبې له ۱۹۴ منډو ماتې وروسته په خپله لوبډله او روزنیز پلاوي کې پراخ بدلونونه راوستل.
د پاکستان له لوبډلې څخه محمد رضوان، امام الحق، سلمان علي اغا، علي عثمان، عامر جمال، محمد اویس ظفر او خرم شهزاد ایستل شوي دي.
د پاکستان د ټېسټ لوبډلې روزونکی سرفراز احمد او د توپ اچونې روزونکی عمر ګل هم له دندو ګوښه شوي دي.
د پاتې ټېسټ او د راتلونکو ټېسټ سیالیو لپاره به مایک هېسن د ټېسټ لوبډلې روزنه پر غاړه ولري، او اشلي نوفکې به د توپ اچونې د برخې د روزنې مسوولیت ولري.
پاکستان د انګلستان پر وړاندې د درې لوبو په لړۍ کې ۲ـ۰ شاته دی او درېیمه لوبه به د سپټمبر په ۹مه په برمنګهم کې ترسره شي.
سرچینه : شرق نیوز

