د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د لومړۍ امنيتي حوزې شرطې د کشفي معلوماتو پر بنسټ ۹ تنه د غلا په تور نيولي دي، چې ور سره غلا شوي دوه تولې او اووه سوه ګرامه سره زر هم نيول شوي دي.
د امنې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد وايي يادو کسانو سره دوه عرادې پرويس موټرونه يوه هندي ريکشا هم نيول شوې ده چې د غلا پر مهال يې ترې ګټه اخيسته.
نيولو شويو کسانو د لومړنيو څېړنو پر مهال په خپلو جرمونو اعتراف کړی چې د قانوني اجرااتو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
سرچینه : د ننګرهار رسنیو دفتر

