د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي مولوي امیرخان متقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره لیدلي دي .
ددې وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي پدې ناسته کې متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري یو والی او اړیکې تاریخي وبللې.
بهرنیو چارو وزیر وویل د ورزشي ډيپلوماسي له لارې غواړي له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.
هغه څرګنده کړه چې د ورزش کارانو د ویزو او نورو برخو کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې هڅې کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دوديزو لوبو او ورزشونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي.
بلخوا د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم له یادو استازو سره لیدلي او پدې ناسته کې ویلي چې د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو راتګ او دلته یې د تود هرکلي او مېلمهپالنې تجربه دا ښيي چې هېواد ورځ تر بلې د خوښۍ او پرمختګ پر لور روان دی، او د افغانستان د سولې او ثبات پیغام په پراخه کچه خپرېږي.
وزیر وویل چې ورزشکاران د خپلو هېوادونو غیررسمي ورزشي سفیران دي، نو باید د افغانستان د سولې، ورورولۍ او مثبت تصویر پیغام له ځان سره خپلو هېوادونو ته یوسي.
نوموړي همدارنګه د المپیک ادارې له مشرتابه او د افغانستان د ورزشکارانو له استازو سره د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
ورته مهال پدې ناستو کې د هیوادونو ورزشي استازو د افغانانو د ښه مدیریت او ښې غیږنیونې ستاینه وکړه او په یاده برخه کې یې د همکارۍ او ګډ کار ژمنې ترسره کړې.
د یادونې وړ ده، چې د اوو هیوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې بین المللي جشنواره د افغانستان په کوربتوب د تېرې پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې پیل شوه، چې له ازبکستان، قرغيزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ايران او ترکيې هيوادونو څخه پکې ۶۰ بهرنیو او ۱۰۰ داخلي ورزشکارانو ګډون کړی و.

