د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د کلنۍ غونډې پر مهال له یوې امنیتي پېښې وروسته ویلي چې دا په واشنګټن ډيسي کې «یوه عجیبه شپه» وه.
نوموړي پر خپله ټولنيزه شبکه «ټروث سوشال» د استخباراتو او امنیتي ځواکونو کړنې ستایلې او زياته کړې يې ده، چې هغوی په چټکۍ او زړورتیا سره عمل کړی دی.
ټرمپ تایید کړې، چې بریدګر نیول شوی او ده غوښتنه کړې وه چې مراسم دوام ومومي، خو ټينګار يې کړی، چې د امنیتي ځواکونو پرېکړې ته بايد بشپړ درناوی وشي.
د امريکا ولسمشر څرګنده کړې، چې د امنیتي ارګانونو وروستۍ پرېکړه به ژر اعلان شي او ښایي مراسم په بل وخت کې بیا ترسره شي.
بلخوا سيبياېس نیوز د امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې په دې پېښه کې د امریکا د پټو خدمتونو یو مامور ټپي شوی، خو د مرمۍ ضد واسکټ د اغوستلو له امله یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.
د ويلو ده، چې د بريد پر مهال په خپرو شويو ويډېوګانو کې ښکاري چې ځانګړو امنيتي ځواکونه ټرمپ، د ده مېرمن او نور چارواکي له تالار څخه وباسي.

