د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وایي، د روان کال له پیل څخه د اګست تر میاشتې پورې په افغانستان کې شاوخوا ۹۲ زره کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي او ۹۷کسان مړه شوي دي.
د اوچا په تازه راپور کې راغلي چې د افغانستان په ۲۰۲ولسوالیو کې ۳۳۱ کسان ټپیان شوي، له ۱۰زرو ډېر کورونه زیانمن شوي او له دوه زرو ډېر نور کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
اوچا ویلي، سږ کال د طبیعي پېښو له امله تر ټولو ډېر زیان د افغانستان ختیځو ولایتونو ته اوښتی دی.
دغه سازمان همداراز د نړیوالو مرستندویانو له لوري د بودجې د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۶کال لپاره له اټکل شوې ۱.۷ میلیارده ډالرو بودجې څخه تر اوسه یوازې ۴۴۷میلیونه ډالر، یا ۲۶ سلنه ترلاسه شوي دي.
مسعود عربزی

