د کونړ ولایت په مرکز اسداباد ښار کې په لاسونو بیلابیلي هنري لوحې او ډیزاینونه جوړیږي
هلته د محمد سعید په نوم یو ځوان د تیرو شپاړسو کالو راهیسي خطاطي کوې او ددغه لاري دکونړ ولسونو ته خدمات وړاندي کوي
محمد سعید وايي د خطاطۍ کار يې په ګاوندۍ هیواد پاکستان کې زده کړی او اوس د کونړ په مرکز اسداباد کې کار ځای لري
محمد سعید د کونړ د ماڼوګې دره پیج ولسوالۍ اوسیدونکی دی د محمد سعید په خبره لدې لاري یوه اندازه پیسي هم تر لاسه کوي
دی وايې یوازې دانه چې د ځان د ابادۍ لپاره کار کوي بلکي د کونړ د اوسیدونکو لپاره هم دغه یوه ښه چاره ده
بل لورته د کونړ اوسیدونکي هم د خطاطۍ په دغه کار خوښ دي
دوۍ وايې هغه وخت چې په کونړ کې د خطاطۍ کوم دوکان نه وو نو دوۍ به د لوحو او ډیزاینونو لپاره نورو ولایتونو ته تلل اوس چې دغه ډول کار په کونړ کې تر سره کیږي نو دوۍ هم پري خوښ دي
د لاسي هنر او صنایعو د نندارتون او مناسب بازار نه شتون هغه لویه ستونزه ده چې کونړ کې يي خلک یادونه کوې
دوۍ وايې که دغه ډول شیانو ته موجوده حکومت مناسب بازار او نندارتون جوړکړي نو ډير خلک به دي ته وهڅول شي چې دغه ډول کارونو ته مخه وکړي
یواځي کونړ ندی چې دغه ډول کسان پکي په لاسونو بیلابیل هنري توکي جوړوي د افغانستان په ډیری ولایتونو کې ورته خلک بي شمیره دي د مناسب بازار او نندارتونونو نه شتون د هغوۍ هنر پټ ساتلی

